هغه کسان چې غواړي شتمن شي او یا هم شتمن دي، د ځان لپاره خپلې تګلارې لري. ځینې د چانس له لارې شتمن کيږي او ځینې نور بیا د سخت کار او زیار له کبله خپل ورځني عواید لوړوي او شتمن کيږي. خو معمولاً شتمن کسان ځینې شریک عادتونه لري. ولې ځینې کسان تر مرګه شتمن پاتې کيږي او ځینې نور بیا ټوله ورځ کړوپه ملا په کوڅو او بازار کې د یوې افغانۍ سوال کوي؟ دا هغه پوښتنې دي چې تل زموږ په ذهن کې راګرځي. څېړونکو د پنځو کلونو په موده کې دوه ډلې، شتمن او بېوزلي خلک مطالعه کړي دي. د مطالعې پایلو ښودلې چې تر ډېره د شتمنو او بېوزلو تر منځ توپیر د هغوی په ورځنيو عادتونو پورې تړلې خبره ده. یوازې دا بسنه کوي چې د یوې ښې پانګونې چل زده کړئ. پیسې د شتمن کېدو لومړی رکن دی، کولای شي د نورو بریاوو لپاره هم لاره هواره کړي. دغه راز پیسې کولای شي چې پر تاسو د خلکو د باور او اعتماد کچه هم په بې سارې توګه لوړه کړي.