د بحرین سترې محکمې شیخ علي سلمان قطر ته د جاسوسۍ په تور په عمري بند محکوم کړی دی. نوموړی د شیعه غورځنګ مشر دی. پر هغه دا حکم څو میاشتې وروسته تر هغه شوی، چې د بحرین عالي محکمې نوموړی له یوه سیال هېواد سره د دسیسې په جوړولو تورن کړ. بحرین له قطر سره په ۲۰۱۷ میلادي کال کې اړیکې پرې کړې دي. د بښنې نړیوال سازمان د بحرین دا پرېکړه غندلې او هغه یې پر عدالت ملنډې وهل بللې ده. شیخ علي سلمان یو بندي دی چې د بیان د ازادۍ هڅو کې د خوځښت په تور نیول شوی دی.