اېل جي کمپنۍ خپل تر ټولو ځانګړی ډیزاین لرونکی ځیرک موبایل، اېل جي وېنګ معرفي کړی دی. د اېل جي دغه ځیرک موبایل له ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوي. اېل جي وېنګ کې دوه مخپاڼې ورکړل شوې او کله چې پاسنۍ مخپاڼه ۹۰ درجې تاو شي، نو لاندې يې یوه بله کوچنۍ مخپاڼه راڅرګندېږي او د «T» بڼه غوره کوي. دغه ځیرک موبایل پاسنۍ برخه کې ۶٫۸ انچه اېف اېچ ډي پلس اولېډ ډوله مخپاڼه لري او کله چې ۹۰ درجې تاو شي، نو لاندینۍ برخه کې ۳٫۹ انچه کوچنۍ او لېډ ډوله مخپاڼه راڅرګندېږي. دغه ځیرک موبایل به د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن ۷۶۵جي پروسېسر، ۸ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا سره خرڅلاو ته وړاندې شي. کاروونکي د میموري کارت له لارې د فایل ثبتونې وړتیا ۲ ټېرابایټ پورې زیاتولی شي. اېل جي وېنګ نومي دغه ځیرک موبایل کې ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې او له وایرلېس چارج څخه هم ملاتړ کوي. تر اوسه پورې اېل جي کمپنۍ د دغه ځیرک موبایل د بیې په اړه څه نه دي ویلي، خو راتلونکې میاشت به سویلي کوریا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.