د دې لپاره چې کمې پیسې ولګوی، په هماغه ګړۍ پرېکړه مه کوئ. په کور کې په ډېرې ارامۍ او پوره دقت سره د هغه څه لېست برابر کړئ، چې غواړی ویې پېری. له پېرلو مخکې له څو بېلابېلو مغازو لیدنه وکړئ او نرخونه سره پرتله کړئ. په کور کې یې په ارامۍ سره په اړه فکر وکړئ او د منځنۍ بيې لرونکي توکي وټاکئ. که تاسو په دې پوه وی چې څه څه اخلی او له مخکې مو یې په اړه فکر کړی وي، په مغازه کې به مو وخت لږ تېر شوی وي او پیسې به مو هم کمې لګولې وي. که پېرلو ته د یوې مهمې پرېکړې په توګه وګوری، هغه ده چې عاقلانه پرېکړه هم کوی. که جامې اخلی، نو په مغازو کې يې مه په تن کوئ. ښايي ځينو توکو ته اړتيا ونه لری، خو چې پر تن يې کړی، خوښېږي مو او وروسته يې په پېرلو ډېرې پیسې ورکوی. داسې مو سپمولې پيسې هم له لاسه وځي.