اپل کمپنۍ د یوې غونډې له لارې خپل د ایپډ دوې نوې بڼې، ایپډ اېیر او ایپډ (اتم جنریشن) معرفي کړې او ډیزاین، ځانګړنې او بیې يې له کاروونکو سره شریکې کړې دي. ایپد اېیر د ډیزاین په برخه کې ایپډ پرو ته ورته دی او تر دې دمه د اپل کمپنۍ تر ټولو پیاوړی ایپډ دی او ایپډ اتم جنریشن بیا د تېر کال د معرفي شوي ایپډ نوې بڼه ده.
د اپل ایپډ (اتم جنریشن) ځانګړنې او بیه: دغه ایپډ کې د اپل کمپنۍ اې۱۲ بیونېک چېپ ورکړل شوی او بیه يې له ۳۲۹ امریکايي ډالرو څخه پیلېږي. اپل ادعا کوي چې دغه ایپډ کې کارول شوی اې۱۲ بیونېک چېپ له پخوانۍ بڼې څخه ٪۴۰ چټک او دوه چنده د ګرافیک وړتیاوې لري. اپل کمپنۍ ادعا کوي چې د دغه چېپ په مرسته به دغه ایپډ د وېنډوز لپټاپونو څخه درې چند چټک وي. ایپډ (اتم جنریشن) کې ۱۰٫۲ انچه رېټېنا مخپاڼه ورکړل شوې چې د اپل پنسل او د اپل ځیرک کیبورډ څخه هم ملاتړ کوي.