که څه ته اړتيا نه لری، نو هسې په مغازو مه ګرځئ. مالي پروګرام جوړول یو عاقلانه کار دی. مه پرېږدئ چې احساسات او خرابات مو دغه پروګرام در ګډوډ کړي. ډېری کسان شته چې له پېرلو خوند اخلي، خو تاسو باید خپلې پیسې په غیر ضروري شیانو ونه لګوئ. کله چې بې خوبه، ناروغ او تر تاثیر لاندې وی، نو سمه پرېکړه نه شی کولی. دغه راز که په غوسه وی، په لوړ غږ موزیک اوری او د سودا اخیستو لېست در سره نه وي، بیا هم هڅه مه کوئ چې کوم څه وپېری. اولادونه او هغه کسان د توکو د پېرلو لپاره مه درسره بيایئ، چې د ډېر څه اخيستلو عادت ولري. ان ستاسو نږدې دوست چې ټولو پرېکړو ته مو درناوی لري، کېدای شي د دې لامل شي چې تاسو يو غير ضروري توکی وپېرئ او سپمولې پيسې مو پرې ولګوی. د بانکي کارتونو له لارې څه مه پېرئ. دا چې د کارت په کارولو سره پیسې په فزیکي ډول ښکته او پورته نه کېږي او نه پوهېږی چې څومره پيسې مو لګولې دي، نو ښايي ډېر لګښت وکړی او سپما کړې پيسې مو له لاسه ووځي.