ډېری وخت اپل کمپنۍ خپل ځیرک ساعتونه له آیفون ځیرکو موبایلونو سره معرفي کوي، خو دا ځل يې خپل نوي ساعتونه له آیفونونو څخه وړاندې له نوي ايپډ سره کاروونکو ته معرفي کړل. اپل کمپنۍ دا ځل دوه مختلف ځیرک ساعتونه وړاندې کړي، چې اپل واچ۶ او اپل واچ اېساي نومول شوي دي او اپل واچ اېساي د اپل ځیرکو ساعتونو ارزان بیه بڼه ده. اپل کمپنۍ اپل واچ۶ ته ځانګړې پاملرنه کړې او ډېرې نوې ځانګړنې يې په کې اضافه کړې دي. دغه ځیرک ساعت کې له کووېډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره د لاسونو وینځلو ردیابي کوونکی او په وینه کې د اکسجن کچې څارنې ځانګړنې ورکړل شوې دي. اپل کمپنۍ وايي چې دغه ساعت په هرو ۱۵ ثانیو کې په وینه کې د اکسجن کچه معلوموي او که دغه کچه له ټاکلې اندازې ټیټه وي، نو کاروونکي ته به خبر ورکوي. دغه ځیرک ساعت چې د کاروونکو خوب هم ردیابي کوي، په دریو رنګونو کې به خرڅلاو ته وړاندې شي. دغه ځیرک ساعت کې نوی اېس۶ پراسېسر ورکړل شوی چې د تېر کال په پرتله ٪۲۰ چټک دی.