د سپټمبر په پیل کې ریالمي کمپنۍ ریالمي۷ او ریالمي۷ پرو خرڅلاو ته وړاندې کړل، خو اوس دې کمپنۍ د دغو ځیرکو موبایلونو ارزان بیه بڼه ریالمي۷ ای هم معرفي کړه. دغه ځیرک موبایل چې په اندونیزیا کې په یوه غونډې کې معرفي شو، ۶٫۵ انچه اې سي ډي ډوله اېچ ډي پلس ریزلوشن لرونکې مخپاڼه لري او له ۹۰ هرتز ریفرش رېټ څخه ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډارګن ۶۶۲ ډوله پروسېسر، ۸ ګېګابایټ رم، ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا او ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ، چې له ۱۸ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي، ورکړل شوي دي. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله الټرا وایډ، ۲ مېګاپکسله مکرو او ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر په کې شامل دي. مخکینۍ برخه کې د سېلفي لپاره یوه ۱۶ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره لري. د دغه ځیرک موبایل بیه ۲۱۵ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.