ایران وايي د امریکا بندیزونو نه عملي کوي او په پوره قدرت به ټول بندیزونه مات کړي. د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپله نوې وینا کې د امریکا د بندیزونو په اړه ویلي چې پر ایران به هېڅ ډول منفي اغېز و نه کړي. دده په خبره ایران به په پوره قوت او افتخار دغه بندیزونه مات کړي. هغه د خپل هېواد سوداګرۍ، کانونو او اقتصاد سکتورونو ته امر کړی چې خپلو چارو ته په پوره ډاډ ادامه ورکړي. دده په خبره امریکا یوازې ده، خو رسنۍ دغه خبرې ته انعکاس نه ورکوي. روحاني وايي ملګري ملتونه، اروپايي هېوادونه ډيری اسیايي هېوادونه او د امریکا ډېر نږدې ملاتړي دمګړی د امریکا پر ځای د ایران څنګ ته ولاړ دي او دا د ایران د بریا په مانا ده. ایران همدا راز ویلي چې په بندیزونو کې د اتو هېوادونو مستثنا کول هم د ایران د بریا په مانا ده. حسن روحاني ویلي چې وروستی وضعیت به په ایران کې تر پایه ادامه پیدا نه کړي، ځکه دوی په پوره تدبیر د ستونزو د حل لپاره هڅې پيل کړې دي. هغه ټینګار کړی، چې له ټرمپ سره به و نه ګوري، ځکه دغه هېواد یو نړیوال تړون مات کړی دی او له ایران سره یې ښکاره دښمني پيل کړې ده.