د عراق په پلازمېنه بغداد کې بمي چاودنې شپږ کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي. ویل کېږي چې یاده چاودنه پرون ماښام د ګڼه ګوڼې پر مهال د شعیه ګانو په سیمه کې شوې ده. عراقي حکومت او لوېدیځو ملګرو هېوادونو یې ویلي چې که څه هم په عراق کې د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ کورنی تاوتریخوالی کم شوی دی، خو دا هېواد لا هم د داعش او القاعده ډلو له ګواښونو سره مخ دی. داعش ډلې د یاد برید پړه منلې ده.