ډېری وخت هغه پانګوال چې مالي پوهه یې ډېره لوړه نه وي، په نورو پسې ځي او هغه حللاره د ځان لپاره ټاکي چې نورو انتخاب کړې وي. له دې سره سره چې د پانګونې متخصصین تاسو ته وایي، د پانګونې لپاره یو راز موجود دی، خو اصلي راز بیا دا دی چې هېڅ راز نشته. د ګټورې پانګونې لپاره ډېرې لارې او سرچینې شته چې باید ګټه ترې واخلی. که نه غواړی چې په هغو کنفرانسونو کې ګډون وکړی او خپلې پیسې ولګوی چې تاسو ته د ښې او ګټورې پانګونې په اړه معلومات او زده کړه درکوي، نو بیا ډېرې وېبپاڼې شته چې په دې برخه کې کافي معلومات لري، کولی شی ګټه ترې واخلی. تاسو چې د پانګونې په اړه کومې سپارښتنې اوری، هغه تر ډېره عامې دي، نو اړ یاست چې هغه یو څه شخصي کړی او هغه ټکي ترې را واخلئ چې ستاسو لپاره وي. ستاسو موخه باید دا وي چې مالي پوهې ته ورسېږی.