سامسُنګ کمپنۍ د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې د نړۍ لومړنی شاتنۍ برخه کې ۴کامرې لرونکی ځیرک موبایل، ګلکسي اې۹ خرڅلاو ته وړاندې کړ او اوس دغه کمپنۍ غواړي خپل لومړنی شاتنۍ برخې کې ۵کامرې لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړي. له دې وړاندې د نوکیا کمپنۍ نوکیا۹ پیور ویوو کې هم شاتنۍ برخې کې ۵کامرې ورکړل شوې وې، خو دغه ځیرک موبایل د کمزوري سافټوېیر له امله ونشو کولی چې د کاروونکو پاملرنه جذب کړي. اوس سامسُنګ کمپنۍ غواړي خپل راتلونکی ګلکسي اې۷۲ شاتنۍ برخې کې ۵کامرې ورکړي. ګلکسي اې۷۲ به د پخوانۍ بڼې ګلکسي اې۷۱ نوې او پرمختللې بڼه وي. د یادونې ده چې ګلکسي اې۷۱ او ګلکسي اې۵۱ د غوره ځانګړنې او مناسبې بیې له امله ډېر مینهوال لري. د دغه ځیرک موبایل نورې ځانګړنې، بیې او د وړاندې کېدو نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو افشا شویو معلوماتو کې ادعا شوې چې دغه ځیرک موبایل به په ۲۰۲۱ کال کې خرڅلاو ته وړاندې شي.