په ايټاليا کې د وروستي توپان د قربانيانو شمېر ۲۹ ته لوړ شوی دی. ياد توپان د مرګ ژوبلې په اړولو سربېره درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.
رسنيو د ايټالوي چارواکو په حواله خبر ورکړی، په داسې حال کې چې د دغه هېواد په ځينو سيمو کې شديد توپان او باران لا هم دوام لري د وژل شويو کسانو شمېر ۲۹ ته رسېدلی دی.
د توپان او اورښتونو له کبله تر ټولو ناوړه پېښه په سيسيل ښار کې شوې ده. په دغه ښار کې د سيلابونو له کبله دوه کورونه ويجاړ شوي او غړي يې وژل شوي دي.
د دغه ښار په کاستلداچيا سيمه کې هم د سيلابونو له کبله د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي او يوازې درې نور چې د سېلابونو د راوتلو پر مهال له کوره بهر وو، ژغورل شوي دي.
د يورو نيوز د راپور پر بنسټ، شديد اورښتونه او سېلابونه د ځمکښویېدنې سبب هم شوي چې له کبله يې په پالرمو ښارګوټي کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پر يادې مرګ ژوبلې سربېره د يو شمېر کسانو د تري تم کېدو خبر هم ورکړل شوی چې ژغورونکې ډلې يې د موندلو هڅه کوي.