سعودي عربستان او متحدانو یې یوه ورځ وروسته له هغه چې په یمن کې د بشري مرستو د رسولو په مهم بندري ښار حدیده کې نوي پوځي عملیات پیل کړل، ویلي چې د یمن د کړکېچ پای ته رسولو ته ژمن دي.
سعودي عربستان او متحدان یې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د یمن په جګړه کې د دې لپاره ښکېل شول چې د دغه هېواد په شمال کې د شیعه حوثي یاغیانو پرضد مبارزه کې د ولسمشر منصور هادي دریځ پیاوړی کړي.
د سعودي په مشرۍ ائتلاف د پنجشنبې په ورځ له حوثي یاغیانو څخه د سرې بحیرې پر غاړه د پراته ښار حدیدې د نیولو لپاره، چې ستراتیژیک اهمیت لري، پوځي عملیات پیل کړل.
د دغه ائتلاف یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په حدیده کې روانه جګړه پوځي عملیات نه، بلکې هدف دا دی چې د دغه ښار د تجارتي بندر فعالیت یقیني شي.
سرچینې زیاته کړې چې ائتلاف په یمن کې د کړکېچ د کمولو په مقصد د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کلک ملاتړ کوي.
د یکشنبې په ورځ د دغه ائتلاف الوتکو د حکومت پلوو ځواکونو په ملاتړ لسګونه ځلې بمبارۍ وکړې، ځکه د جګړې لومړۍ کرښه د حدیدې ښار څنډو ته ډېره نږدې شوې او د مخالف لوري ځواکونه د دغه ښار د مرکزي پوهنتون خوا ته د پرمختګ په حال کې دي.
د روغتونونو چارواکي وايي چې په دې جګړو کې لسګونه سرتېري او مخالف وسله وال وژل شوي دي.
په سپټمبر کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په نوښت د سولې د خبرو په درشل کې خپل پوځي عملیات بند کړي وو، خو د سولې هڅې وروسته له هغه ناکامې شوې چې وسله والو یاغیانو وویل، جنيوا ته به تر هغه وخته ولاړ نه شي چې ملګري ملتونه صنعا ته د دوی د ستنولو او له سیمې څخه د دې ډلې د ټپي جنګیالیو د را ایستلو ضمانت ونه کړي.
د سعودي په مشرۍ د ائتلاف چارواکو ویلي چې که حوثي یاغیان یوځل بیا د سولې په خبرو کې له ګډون څخه ډډه وکړي، نو هغه مهال به یې پرضد پوځي عملیات وکړي.
چارواکي زیاتوي چې په یمن کې بشري حالت د زغملو وړ نه دی او ائتلاف ژمن دی چې دا کړکېچ ژر تر ژره پای ته ورسوي.