موږ او تاسو د ورځې په اوږدو کې ځينې کوچني لګښتونه لرو چې په کمه سترګه ورته ګورو، خو که د میاشتې په پای کې دغه کوچني لګښتونه سره جمع کړو، ډېرې پیسې کېږي. ځینې وخت موږ په داسې شیانو پیسې ورکوو چې پکار مو نه وي، یا په هوټل کې له خپلې اشتها او اړتیا څخه ډېر خواړه را غواړو. کله چې رسټورانټ ته ځو، د بېلابېلو خوړو نومونه اورو، فرمایش یې ورکوو او د خوړو لپاره یې را غواړو. موږ د دې خوړو په راغوښتلو کې افراط کوو، دومره خواړه راوړو چې را څخه پاتې کېږي. موږ ډېری وخت په ورځني ژوند کې ډېر داسې کارونه تر سره کوو چې کوچني راته ښکاري، خو له مالي اړخه یې پایلې زموږ پر زیان وي. له پورتنیو مواردو پرته ډېر نور داسې شیان هم شته چې هېڅ مو ورته پام نه وي، ډېر وروسته مو بیا پام کېږي چې له خپلو پیسو سره مو څومره بې پروایي کړې ده.