بوم سوپر سانیک د نړۍ تر ټولو چټکې الوتکې معرفي کولو لپاره د پام وړ پرمختګ کړی او خپله ازمېښتي الوتکه اېکس بي۱ یې معرفي کړې ده. د دې الوتکې د معرفي کولو په غونډه کې د دې کمپنۍ اجرایوي مشر وویل چې موږ دلته د هوايي سفر د نوي دور پیلولو لپاره سره راټول شوي یو. اېکس بي۱ نومې دغه الوتکه کې ۳ برېښنايي ماشینونه ورکړل شوي چې ۱۲۰۰۰۰ پاونډه ترست تولیدوي. دغه کمپنۍ غواړي د سوپر سانیک سوداګریزې الوتنې له سره پیل کړي. دغه الوتکه له غږ څخه دوه چنده چټکه ده او له لندن څخه نیویارک ته الوتنه يې یوازې ۳ ساعته او ۱۵ دقیقې وخت نیسي. دا په داسې حال کې ده چې د دغو دوو ښارونو تر منځ عادي الوتنې ۱۴ ساعته وخت نیسي. دغه الوتکه اوسمهال ازمېښتي پړاو کې ده او کېدای شي ۲۰۲۱ کال کې خپله لومړنۍ تجربوي الوتنه تر سره کړي. سوپر سانیک کمپنۍ وايي چې دغه الوتکه به په راتلونکې یوه لسیزه کې سوداګریزې الوتنې پیل کړي او سرعت به يې یو ساعت کې ۱۷۰۰ میله وي.