مک اینټایر وايي، کارنده مدیران د دې لپاره چې بریا، شتمنۍ او ارامۍ ته ورسېږي، ځینې خاص فعاليتونه کوي.
د څېړنو له مخې، هغه کسان چې اوس شتمن دي او هغه چې په یوه ګوله ډوډوۍ پسې ټوله ورځ سرګردانه وي، د پیسو ګټلو په اړه بېلابېل ذهنیتونه لري. دا چاره موږ ته ځینې رازونه په ګوته کوي.
زموږ اقتصادي بریا تر ډېره په هغو باورونو پورې تړلې ده چې موږ یې د پیسو په اړه لرو. که مو د پیسو په اړه خپل باورونه محدود وساتل، هغه ده چې ټول عمر به مو په دې کې تېر شي چې د زرو افغانیو ګټل نو ولا لویه خبره ده او که همدغه زر افغانۍ وګټو بیا د یوې اونۍ لپاره د نورو پیسو د ګټلو هڅه نه کوو.
همدا باورونه د دې لامل کېږي چې د مالي ازادۍ لوړې څوکې ته له رسېدو پاتې شو.