جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د افغان سولې په اړه د سیمه ‌ییزې همکارۍ اړتیا

د ستراتيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز

نوومبر 6, 2018
in تحلیل
0 0

 

 

که څه هم د افغان سولې په برخه کې د امریکا وروستي ګامونه تر يوه بريده هیله بښونکي دي؛ خو په ورته وخت کې بيا په دې پروسه کې د سیمې د هېوادونو رول هم له پامه نه شي غورځول کېدای. د تېرو ۱۷ کلونو جګړې ته په کتلو سره داسې ښکاري چې په دغه هېواد کې د سولې او ثبات لپاره په سیمه کې د ځواکمنو هېوادونو همکاري او ښکېلتيا هم يو اړين ګام دی.

روسیه د سیمې او نړۍ په کچه هغه زبرځواک ګڼل کېږي چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان اړوند قضیو کې یو ځل بیا لېوالتيا زیاته شوې ده. دغه هېواد له طالبانو سره هم اړيکې جوړې کړې دي او ظاهراً ښیي چې د افغان سولې خبرو د پیل په موخه د طالبانو د چمتو کولو هڅه کوي.

دا چې په افغانستان کې د سولې په تړاو، کومو برخو ته د ډېرې پاملرنې اړتیا ده، په افغان سوله کې د سیمې د هېوادونو رول ولې مهم دی او په دې اړه د مسکو ناسته څومره مهمه او اغېزناکه بريښي؟ هغه پوښتنې دي چې دلته يې د ځوابولو هڅه شوې ده.

د افغان سولې پر وړاندې درې‌ګوني خنډونه

 

افغان حکومت له تېرو څو کلونو راهیسي له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل په موخه هڅې کوي. په دې برخه کې په مختلفو ډولونو د سیمې او نړۍ په کچه پر طالبانو د فشار راوړلو هڅې هم وشوې، ترڅو طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته په یو ډول اړ کړل شي؛ خو تر دې دمه یې د پام وړ لاسته‌راوړنه نه ده لرلې.

دا چې د سولې په باب ترسره کېدونکې هڅې مثبې پایلې ولري، اړتیا ده چې په ملي، سيمه‌ييزه او نړيواله کچه د لاندې دريو خنډونو له منځه وړلو لپاره هلې ځلې وشي:

لومړی؛ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر وړاندې پر ګڼو نورو خنډونو سربېره د هېواد دننه، له سولې سره د یو شمېر اشخاصو او کړیو، پټ او ان ډېر کله ښکاره مخالفت یو ستر خنډ بلل کېږي، چې تر دې دمه یې د جګړې په دوام کې رول لرلی دی.

دا ډول کسان او کړۍ خپلې ګټې د جګړې په دوام کې خوندي ګڼي او بالعکس د سولې په راتګ کې خپل زیان ګوري، له همدې امله تل په یوه او بل ډول د جګړې اور ته پکه وهي؛ خو سولې ته د رسېدو په موخه اړتیا ده چې دغه شان کسان یا د سولې په پروسه کې د همکارۍ په موخه وهڅول شي او یا هم د هر ډول خنډ جوړولو پر مهال د دوی مخه ونیول شي. په دې توګه لومړی ګام په هېواد کې دننه د سولې د مخالفينو پر وړاندې درېدل دي.

دویم؛ د افغانستان ګاوندي هېوادونه، په ځانګړې توګه پاکستان او ایران هغه دوه هېوادونه دي، چې تل په افغانستان کې پر لاسوهنو تورن دي. افغان حکومت تل پر پاکستان له دې امله نیوکې کوي، چې د افغان دولت مخالفو وسله‌والو ډلو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی. دغه‌ راز په ایران هم وخت ناوخت د افغان دولت له مخالفو وسله‌والو سره د همکارۍ تورونه لګېدلي دي.

د افغانستان د قضيې په تړاو د ګاونډيو هېوادونو اندېښنې او د سولې په برخه کې يې د رښتينې همکارۍ نشتون، د سيمې په کچه د دې پروسې پر وړاندې مهم خنډ بلل کېږي. په ټوليز ډول د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه او په تېره بيا پاکستان، ایران او چین د افغانستان هغه درې مهم ګاونډي هېوادونه دي چې کولی شي له دغه هېواد سره سولې ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړي. په دې توګه اړتيا ده چې د ګاونډيو هېوادونو د مرستې راجلبولو او د هغوی د اندېښنو ځوابولو لپاره هلې ځلې وشي؛ ځکه د دغو هېوادونو رول له پامه نه شي غورځول کېدای.

درېیم؛ په وروستیو څو کلونو کې په ځانګړې توګه له ۲۰۱۴م کال راوروسته د اوکراين د بحران په څېر او ورپسې په سوریه کې د امریکا او روسيې مخالفت هغه څه ګڼل کېږي چې د روسيې او لوېديځ ترمنځ یې یو ځل بیا سړه جګړه راپیل کړه. په وروستیو کې داسې ښکاري چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ د نوې سړې جګړې اغېزې تر افغانستانه هم راغځېدلې دي. له همدې کبله داسې ښکاري چې افغانستان د نړيوالو زبرځواکونو د زور ازمويلو پر ډګر بدل شوی او ترڅو چې د افغانستان په قضيه کې د سيمې او نړۍ په کچه د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د نيابتي جګړو پر ځای همکارۍ ته لاره هواره نه شي، د سولې پروسه به هم پام‌ وړ پايله ونه لري.

د سیمې د هېوادونو همکاري ولې مهمه ده؟

 

په افغانستان کې د امریکا له حضور سره اوسني ځینې مخالف هېوادونه په ۲۰۰۱م کال پر افغانستان د امریکا د برید پلوي وو او د طالبانو د رژیم د ړنګېدو په موخه یې د امریکا د برید مخالفت ونه کړ. په دې ډله کې روسیه هغه هېواد و چې له ۲۰۰۱ کال وروسته یې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړې سره سم، په افغانستان کې د امريکا او ناټو له اقداماتو ملاتړ او ورسره همکاري کوله؛ خو له نږدې یوې‌نیمې لسیزې وروسته یې، په ځانګړې توګه کله چې په افغانستان کې د داعش ډلې سر راپورته کړ، دغه هېواد په لومړي ځل افغانستان ته له خپلې خاورې تېره شوې د ناټو اکمالاتي لاره د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې بنده کړه او په دې توګه د دواړو هېوادونو مخالفت افغانستان ته هم راولېږدېده.

له دغه مخالفت راوروسته ډېر ځله داسې راپورونه ورکړل شوي، چې روسیه له طالبانو سره نظامي مرستې کوي؛ خو روسیې تل د نظامي مرستو تورونه رد کړي او له طالبانو سره یې خپلې اړيکې په افغانستان کې د داعش ډلې له پراختیا وېره، په افغانستان کې د روسي دیپلوماتو خوندیتوب او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو په چمتو کولو کې د مرستندوی رول لوبولو سره، توجیه کړې دي.

دا چې اوس‌مهال امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل هڅې پيل کړې او غواړي روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي، په اوسني وخت کې د روسيې ښکېلتيا که له يوې خوا له پامه نه شي غورځول کېدای، نو له بلې خوا به مثبتې اغېزې هم ولري؛ ځکه له یوې خوا روسیه د اوسنۍ نړۍ د زبرځواکونو په کتار کې ده او له بلې خوا یې له طالبانو سره اوسنۍ اړيکې او تر يوه بريده جوړ شوی باور د دې لامل کېږي، چې د سولې په خبرو کې د پام وړ همکاري وکړي.

دا چې څه ډول کېدای شي د سیمې هېوادونه په رښتينې توګه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره همکاري وکړي، اړتیا ده چې امریکا په افغانستان کې د خپل حضور په اړه روښانه تصوير وړاندې کړي، ترڅو کومه وېره چې دغه هېوادونه یې په افغانستان کې د امریکا د اوسني حضور په تړاو لري، له منځه يووړل شي.

د مسکو ناسته

نږدې دوه میاشتې وړاندې ټاکل شوې وه، چې مسکو د سپټمبر په ۴مه د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې کوربه‌توب وکړي. که څه هم د رویټرز خبري آژانس له قوله طالبانو په دغه غونډه کې د خپلو استازو د ګډون خبر ورکړی و؛ خو امریکا او افغان دولت له دې کبله د دې غونډې مخالفت وکړ چې کوربه‌توب یې د روسیې په غاړه و. هغه مهال بیا دغه غونډه د افغان ولسمشر او روسیې د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ له ټلیفوني خبرو وروسته وځنډېده او ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې جوړه شي.

په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه په دغه پروسه کې د روسیې لېوالتيا او د همکارۍ شونتيا ښيي. په ټوليز ډول، افغان حکومت هم دې پايلې ته رسېدلی، چې په دې قضيه کې د روسيې له رول څخه سترګې نه شي پټېدای او له همدې کبله داسې ښکاري چې افغان حکومت به هم د سولې په برخه کې د روسیې رول ته پاملرنه وکړي او ښايي په یاده غونډه کې به ګډون وکړي.

له بلې خوا په افغانستان کې له تېرو ۱۷ کلونو را روانې جګړې د دې جګړې ټول لوري ستړي کړي دي. ځکه په وروستیو کې د سولې بهیر داسې یوه حالت ته رسېدلی چې ښکاري پر افغان حکومت سربېره امریکا هم په رښتينې توګه د سولې لپاره هڅې کوي او دا چې په دغه بهیر کې د روسیې ګټې هم نغښتې دي، هڅه یې دا ده چې روانه جګړه نوره پای ته ورسېږي.

په ټوله کې ویلی شو چې د افغان سولې په اړه وروستۍ هڅې هيله‌ بښونکې دي. ځکه په دې لړ کې د امريکا له لوري زلمي خلیلزاد د افغانستان په ګډون پنځو هېوادونو ته سفر وکړ، نوموړي د افغانستان او پاکستان دننه د افغان سولې لپاره د همکارۍ راجلبولو هڅې وکړې، په پاکستان کې ملا برادر او دوه نور طالب چارواکي له بنده خوشې شول، دغه ‌راز د ګوانتنامو له زندانه څو کاله وړاندې خوشې شوي پنځه طالب چارواکي هم په قطر کې د طالبانو  له سیاسي دفتر سره یو ځای شول. له همدې کبله به په اوسني وخت کې يو مهم ګام دا وي، چې د افغان سولې بهير د بريا لپاره د ګاونډيو او سيمې هېوادونو رول نه يوازې دا چې له پامه ونه غورځول شي، بلکې د هغوی له ښکېلتيا څخه مثبته ګټه واخيستل شي.

Share6Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In