مالي موخې له عملیاتي طرحو سره بېخي نږدې اړیکې لري. هوښیار خلک خپلې موخې په دوو برخو وېشي: اوږدمهالې او لنډمهالې موخې. دغه څه د دې لامل کېږي چې ټول فکر او تمرکز یې پر هغه څه وي چې د موخو په کتابچه کې یې لیکلي وي. د پیسو لګولو لپاره ستراتېژي لري؛ هوښیار خلک له هرې افغانۍ سره چې مصرفوي یې په دقت عمل کوي. بریالي مالي مدیران د واړه لګښت له پایلو هم ځان خبروي. دوی پوهېږي چې همدا واړه لګښتونه يې کومې پایلې لري. دوی د راتلونکې په اړه عجیبه وړاندوينه لري. دغه څه له دوی سره مرسته کوي چې د پیسو په مصرفولو يا نه مصرفولو کې سمه پرېکړه وکړي. که پوه شي چې يوه پرېکړه ورته په راتلونکې کې کومه ګټه نه رسوي؛ بلکې پر زیان یې تمامېږي، هېڅکله هم اقدام نه کوي. له مالي متخصصینو سره سلا کوي؛ هغه کسان چې له لوړې مالي ځیرکتیا څخه برخمن دي، ځانونه ورته پروفیسران نه ښکاري او هر وخت له هغو کسانو سره چې بریالۍ مالي مخینه لري، سلا او مشورې کوي.