سامسُنګ کمپنۍ خپل تر ټولو ارزان بیه او له ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوونکی ځیرک موبایل معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل ګلکسي اې۴۲ نومول شوی دی. سامسُنګ کمپنۍ خپل دغه ځیرک موبایل د سپټمبر په میاشت کې معرفي کړی و او اوس يې د دغه ځيرک موبایل تصویرونه، ځانګړنې او د وړاندې کېدو نېټې په اړه معلومات نشر کړي. ګلکسي اې۴۲ کې ۶٫۶ انچه سوپر امولېډ ډوله مخپاڼه، د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن ۷۵۰ ډوله پروسېسر، ۴، ۶ یا ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایت د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې ده. دغه ځیرک موبایل همدا راز ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېترۍ لري چې له ۱۵ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي، ۸ مېګاپکسله الټرا وایډ اېنګل، ۵ مېګاپکسله ډېپت سېنسر او ۵ مېګاپکسله مکرو کامرې په کې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې یوه ۲۰ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره لري. دغه ځیرک موبایل به د نومبر په ۶مه انګلستان کې خرڅلاو ته وړاندې شي او بیه يې ۳۴۹ پاونډه ټاکل شوې ده.