نوکیا د امریکا فضايي ادارې له ناسا سره سپوږمۍ کې د ۴جي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ګډ کار پیل کړی او د دې موخې لپاره له ناسا څخه بودېجه هم تر لاسه کوي. په سپوږمۍ کې د ۴جي خدمتونو له فعاله کېدو څخه وروسته به فضانوردان وکولی شي خپلې تجربې او تصویرونه له مینهوالو سره د انسټاګرام یا نورو ټولنیزو شبکو له لارې شریک کړي. دغه فنلنډۍ کمپنۍ به په سپوږمۍ کې د ۴جي لومړنۍ ټلیفوني شبکې جوړولو لپاره له ناسا څخه ۱۴٫۱ میلیونه امریکايي ډالره بودېجه تر لاسه کړي. له نوکیا سره دغه تړون د ۳۷۰ میلیونو امریکايي ډالرو هغو تړونونو یوه برخه ده، چې ناسا یې په ۲۰۲۴ کال کې سپوږمۍ ته د بېرته ستنېدو لپاره له مختلفو کمپنیو سره کوي. د راپورونو پر بنسټ، دا ځل به سپوږمۍ ته سفر کوونکې ډله کې لږ تر لږه یوه ښځینه هم شامله وي. ناسا وايي چې دغه تړون يې د نوکیا کمپنۍ امریکايي څانګې سره کړی؛ خو ټوله کمپنۍ به په دغه برخه کې مرسته کوي. ناسا د دغه تړون د غونډې پر مهال وویل: «دغه سیسټم به د سپوږمۍ په سطحه له لرې واټن غوره اړیکې او ښه سرعت د پخوا په پرتله ډېر پرمختللي کړي.»