کیوي هغه ګټوره میوه ده چې د ډېرو ګټورو موادو لرلو له امله مو روغتیا ښه ساتلی شي او له بې شمېره عادي او پېچلو ناروغیو مو خوندي ساتي. دا میوه پوټکی ښکلی کوي، سترګې روغې ساتي، د وینې فشار ټیټوي او د زړه روغتیا مو خوندي ساتي. کیوي پر پوتاشیم سربېره، فایبر هم لري چې دا دواړه د زړه روغتیا لپاره ډېر زیات ګټور دي. روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې په ورځني ډول د ډېرو پوتاشیم لرونکو خوړو خوړل او د سوډیم د کارونې کچه کمول مو د زړه له بېلابېلو ناروغیو ژغورلی شي. ډېر پوتاشیم کارول د زړه د حملې خطر کموي، د عضلاتو له لاسه ورکولو مخه نیسي، هډوکو کې د معدني موادو تراکم ساتي او په پښتورګو کې د تیږې جوړېدو مخه نیسي. دغه راز له ساه لنډۍ څخه مو هم خوندي ساتي. څېړنو ثابته کړې چې د کیوي په څېر په لوړه کچه وېټامین سي لرونکې میوې د سینې اصغا او ساه لنډۍ په څېر تنفسي ناروغیو لپاره ډېرې ګټورې دي.