وټساپ د پیغامونو او اړیکو د مختلفو ډولونو لپاره د نړۍ تر ټولو مشهور کاریال دی، چې په ټوله نړۍ کې سلګونه میلیونه کاروونکي لري. د وټساپ د بریا یو له لاملونو څخه دا دی چې وخت په وخت کاروونکو ته نوي، په زړه پورې او د هغوی د خوښې ځانګړنې وړاندې کوي، چې له همدې امله لږ موده کې يې خپلو ټولو سیالانو ته ماتې ورکړه. وټساپ اوسمهال هم په ډېرو نویو ځانګړنو کار کوي، چې ورسره به کاروونکي مهمو امنیتي او نورو ځانګړنو ته لاسرسی ولري. له دې وړاندې وټساپ د غوره امنیت لپاره انډرایډ کاروونکو ته د ګوتې نښې سېنسر له لارې د وټساپ کاریال د کلپ او پرانیستلو اسانتیا وړاندې کړې وه او اوس دغه کمپنۍ غواړي چې د څېرې پېژندلو اسانتیا په وړاندې کولو سره خپل وټساپ حساب ته لاسرسی لرل نور هم اسانه کړي. له دې اسانتیا وړاندې کولو وروسته به د تنظیماتو په برخه کې د «fingerprint lock» پر ځای د «biometric Lock» اپشن اضافه شي.