چاغوالی د انسان د ښکلا پر له منځه وړلو سربېره، د عادي او وژونکو ناروغیو لامل هم ګرځي. چاغوالی د زړه وژونکو ناروغیو، د وینې لوړ فشار، د زړه حملې، شکرې ناروغۍ او حتی سرطان لامل هم ګرځي. ښه خبر دا دی چې په اسانۍ سره يې مخه نیول کېدی شي. په دې برخه کې مهم دا دی چې ځینې ګټور او صحي عادتونه خپل کړئ. دلته مو له دریو هغو اسانه عادتونو سره چې د چاغوالي مخه نیسي او وزن کمولو کې مو مرسته کوي، اشنا کوو. ډېرو څېړنو د چاغوالي او خوب تر منځ مهمه اړیکه ثابته کړې ده. څېړنو موندلې، هغه ماشومان او ځوانان چې لږ خوب کوي، د هغو په پرتله چې په کافي اندازه خوب کوي، ژر چاغېږي. یو له لاملونو څخه يې دا دی، هغوی چې مناسبه اندازه خوب نه کوي، د ستړیا احساس کوي چې دا د هغوی د ورزش او فزیکي فعالیت کچه اغېزمنوي. له دې سربېره، لږ خوب کول په بدن کې هغه هورمونونه چې اشتها کنټرولوي، اغېزمنوي.