شیاومي کمپنۍ خپل نوي پیاوړي ځیرک موبایلونه، مي۱۰ټي او مي۱۰ټي پرو، څخه پرده پورته کړه او دا د شیاومي کمپنۍ لومړني ۱۴۴ هرتز ریفرېش څخه ملاتړ کوونکې مخپاڼه لرونکي ځیرک موبایلونه دي. د شیاومي کمپنۍ دغه ځیرک موبایلونه غوره ځانګړنې او د نورو کمپنیو د ورته ځانګړنې لرونکو ځیرکو موبایلونو څخه ټیټه بیه لري. په دواړو ځیرکو موبایلونو کې ۶٫۶۷ انچه اېل سي ډي ډوله مخپاڼه ورکړل شوې ده. دغه مخپاڼه له ۴۸ هرتز، عادي ویډیو لپاره ۶۰ هرتز، او ۹۰ او ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه هم ملاتړ کوي. په دواړو ځیرکو موبایلونو کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن ۸۶۵ ډوله پروسېسر ورکړل شوی او انډرایډ۱۰ عامل سیستم سره به خرڅلاو ته وړاندې شي. دواړه ځیرک موبایلونه ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري او ۳۳ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي. دواړه ځیرک موبایلونه ۵جي څخه د ملاتړ وړتیا، وایفای۶ او ای ار بلاسټر په څېر ځانګړنې او شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري.