وېرجېنیا ټېک د هغو مشروباتو د روغتیايي اغېز په اړه چې خلک يي څښل خوښوي، څېړنه کړې ده. د دې څېړنې په پایله کې څېړونکو وموندله چې د دغو مشروباتو څښلو کې لږه اندازه کمی هم د پام وړ روغتیايي ګټې لري. دغې څېړنې وښودله چې هغه اضافي کالوري چې د دغو خوږو مشروباتو د څښلو له امله اخیستل کېږي، انسان د شکرې او چاغوالي له لوړ خطر سره مخ کوي. که په ورځني ډول د دغو مشروباتو څښلو کې یوه پیاله کمی راشي، دا به د اضافي بورې له امله د اخیستل کېدونکې کالوري اندازه ټیټه کړي. په ۲۰۱۵ کال کې د امریکایانو لپاره د خوړو د رژیم پر بنسټ، خواږه مشروبات باید د ورځنۍ کالوري ٪۱۰ یا تر دې لږه برخه وي، خو اکثره خلک يي تر دې څو چنده ډېر څښي. اوبه، سبزیجات او میوه هغه څه دي چې انسان له هر ډول ناروغۍ څخه ژغورلی شي. له همدې امله که غواړئ پر شکرې ناروغۍ اخته نشی، یا وزن مو ډېر نشي، نو د خوږو مشروباتو پر ځای ګټور او صحي خواړه کارول مو عادت وګرځوئ.