فېسبوک اعلان وکړ چې تر دې وروسته به وټساپ د ټولو کاروونکو لپاره وړیا نه وي او سوداګریزو حسابونو لرونکو ته به ځینې خدمتونه په پیسو وړاندې کوي.که څه هم فېسبوک د دغو خدمتونو لګښت په اړه څه نه دي ویلي، خو په ډاګه يې کړه چې سوداګریزو حسابونو لرونکو لپاره به له دې وروسته ټول خدمتونه وړیا نه وي. د وټساپ سوداګریز حساب کوچنیو سوداګریو او نویو جوړو شویو شرکتونو ته اجازه ورکوي چې له خپلو پېرېدونکو سره په نېغه توګه اړیکه ونیسي او خپل توکي وپلوري. فېسبوک وايي چې له دې پرېکړې څخه وروسته به د نویو ځانګړنو د اضافه کولو لپاره نوره پانګونه هم وکړي. په دې وروستیو کې فېسبوک په وټساپ کې د پېرلو اسانتیا او تڼۍ هم اضافه کړي چې په مرسته يې کاروونکي کولی شي له خپل وټساپ څخه له وتلو پرته خپل د خوښې توکي وپېري، خو دغه ځانګړنه اوسمهال اکثره په اسیايي هېوادونو کې کاروونکو ته نه ده وړاندې شوې. د وټساپ سوداګریزو ځانګړنو څخه ملاتړ کوونکی کاریال او حسابونه په ۲۰۱۸ ز کې وړاندې شول او فېسبوک ادعا کوي چې اوسمهال په ورځني ډول ۱۷۵ میلیونه خلک د دغه ډول حسابونو له لارې سره اړیکه نیسي.