ملګرو ملتونو په یوه نوې څېړنه کې ويلي، د ځمکې د اوزون طبقه چې مضرو کېمیاوي ګازونو له کلونو راهیسې زیانمنه کړې، په تدریجي ډول د رغېدو په حال کې ده. اوزون طبقه چې ځمکه د لمر د خطرناکو وړانګو له اثراتو څخه ساتي، په دې وروستیو کلونو کې په هوا کې د مضرو ګازونو له خپرېدو وروسته د له منځه تلو له ګواښ سره مخ وه. خو ملګرو ملتونو ویلي، په مونټریال کې د ۱۹۸۷ میلادي کال پروتوکول مرسته وکړه چې د ځمکې پر سر د اوزون طبقه په هره لسیزه کې په سلو کې له ۱ تر ۳ پورې پنډه شي.
دغه تړون د نړۍ په کچه د کلورو فلورو کاربن په څېر د انسانانو په لاس د جوړو شویو ګازونو پر تولید بندیز لګوي.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال او هوا پېژندنې د ادارې په راپور کې راغلي چې د مونټریال د پروتوکول په نتیجه کې په قطبي سیمو کې د اوزون د پوړۍ د زیانمنېدو مخه نیول شوې ده.
دغه څېړنه زیاتوي، هغه سوري به چې د شمالي نیمې کرې د پاسه د اوزون په پوړۍ کې موندل شوي، تر ۲۰۳۰ کال او د ارکتیک بحیرې له پاسه د اوزون ډېر لوی سوری به تر ۲۰۶۰ کال پورې په بشپړ ډول ورغېږي.