په دې ټول پوهېږي چې د ستروس د کورنۍ میوې د روغتیا لپاره ګټور انزایمونه، غذايي مواد او فیتوکېمېکلز لري؛ خو څېړنو ثابته کړې چې د ستروس مېوې پوټکی چې خلک يې لرې غورځوي، اکثره خپله له میوې څخه زیاتې روغتیايي ګټې لري. د ستروس مېوې پوټکی د روغتیا لپاره اضافي ګټه لرونکي مرکبات لري او د کلسیم، وېټامین سي، انټي اکسېډنټونو او بایوفلونایډونو غوره سرچینې دي. پر دې سربېره، پوتاشیم چې د وینې فشار کنټرولوي او فیتوکېمېکلز چې د سرطان ضد ځانګړنې لري، غوره سرچینه هم بلل کېږي. د انګلستان په فارماکالوجي او ټوکسیکالوجي څېړنیزه طبي مجله کې خپره شوې څېړنه کې ثابته شوې، چې د لیمو په پوټکي کې شته تېل د مېکروب ضد پیاوړي خواص لري. دغه تېل د فنګس، باکتریا او ویروسونو ضد خواص لري. دا په دې مانا چې د لیمو پوټکی مو له نزلې، زکام، د کولمو پرازیتونو او باکتریا له امله له رامنځ ته کېدونکو ناروغیو څخه ژغوري.