سامسُنګ کمپنۍ د ګلکسي نوټ۲۰ او ګلکسي فولډ۲ له بریا وروسته د ګلکسي اېس لړۍ په راتلونکو ځیرکو موبایلونو کار پیل کړی، چې له دې سره د دغو ځیرکو موبایلونو په اړه د معلوماتو افشا کېدو لړۍ هم پیل شوې ده. له دې وړاندې د معلوماتو افشا کوونکې باوري سرچینه، ان لیکس د خپل ټوېټر له لارې د ګلکسي اېس۲۱ (یا اېس۳۰) او ګلکسي اېس۲۰ الټرا د ډیزاین او د کامرې ځانګړنې افشا کړې وې. په پیل کې ان لیکس، ادعا کړې وه چې ګلکسي اېس۲۱ الټرا به په شاتنۍ برخه کې څلور کامرې ولري، خو داسې ښکاري چې سامسُنګ کمپنۍ د ډیزاین په برخه کې د بدلون راوستلو پرېکړه کړې ده. اوس د معلوماتو افشا کوونکې یوه بله باوري سرچینه جیمي اېز پرومو، ادعا کړې چې کلکسي اېس۲۰ الټرا په شاتنۍ برخه کې پنځه کامرې لري. په دې ډول دا به د سامسُنګ کمپنۍ لومړنۍ ځیرک موبایل وي چې شاتنۍ برخه کې پنځه کامرې لري.