ټاکل شوې د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون به د نومبر څلورمې نېټې له شپې څخه تر لسمې نېټې پورې په شانگهای ښار کې د کرونا ويروس د مخنيوي تر سختو تدابيرو لاندې ترسره شي.
د يادونې وړده چې د سږ کال د نندارتون پراخوالی د تېرې دورې په پرتله نږدې دېرش زره متره مربع زيات دی او له څلور لکو ډېرو کسانو د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي.
دا چې سږ کال د کرونا ويروس خپرېدو له امله يو عادي کال نه دی او ددغه پېچلي ويروس د خپرېدو ويره هر وخت موجوده ده، نو پوښتنه داده چې ياد ويروس به د چين پر درېيم نړيوال وارداتي نندارتون څه اغيزه ولري، د کرونا د مخنيوي لپاره په ټرانسپورټي برخه، خوړو او نورو برخو کې څه تدابير نيول شوي؟ په دې ليکنه کې يې ځواب موندلی شئ.
څو ورځې دمخه د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون په درشل کې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره عمومي کاري پلان تصويب شو چې له مخې يې د دغه نندارتون ټول گډونوال کارمندان او نندارچيان بايد د نيوکليک اسيد ازموينه ترسره کړي او کله چې ګډونوال لومړی ځل نندارتون ته ننوځي، بايد په تېرو اوو ورځو کې د منفي نيوکليک اسيد ازموينې يو معتبر سند له ځان سره ولري.
د ياد کاري پلان له عمومي غوښتنې سره سم، د يخچالي خوراکي توکو سوداګريزو شرکتونو کارمندان به د نيوليک اسيد معاينې ترسره کوي او د خوراکي توکو سوداګريز شرکتونه به وهڅول شي چې د چين کورني يخچالي خوړو څخه استفاده وکړي.
برسېره پر دې، ټول خلک چې د نندارتون سيمې ته ننوځي د ماسک کارول الزامي دي.
په داسې حال کې چې په گرده نړۍ کې د کرونا وبا لاهم په بشپړ ډول کنټرول شوې نه ده، چين له ټاکلي مهال ويش سره سم له افلاين لارې درېيم نړيوال وارداتي نندارتون ترسره کوي، هغه نندارتون چې نړيوال شرکتونه له ډېرې مودې راهيسې ورته سترګې په لاره دي.
د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره د يادو اقداماتو غوره کول د CIIE خوندي او بريالي تر سره کولو، د خلکو ژوند او روغتيا ساتلو ، د وبا پر وړاندې مبارزه کې د نړيوال باور پياوړتيا او د نړيوال اقتصاد د بيا اعادې لپاره ستر اهميت لري.
د وبا د مخنيوي او کنټرول کارونو پياوړتيا او د CIIE برياليتوب ساتل به نه يوازې نړۍ ته د چين اقتصاد قوي استقامت څرګند کړي، بلکې د وبا د له منځه وړلو په اړه به د نړۍ باور هم پياوړی شي. په عين وخت کې، د CIIE خوندي ساتل به د چين او نورو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ته وده ورکړي او همدارنګه به تر وبا وروسته د نړيوال اقتصاد لپاره رغونه خوځنده ځواک برابر کړي.