په کابل ښار کې د پارک سینما د ورانولو پر سر ناندرۍ پارېدلې دي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وایي د ولسمشر لومړی مرستیال دې د ورانولو پر ځای ودانول وکړي. د ګڼو غبرګونونو تر څنګ د هېواد وتلي سندرغاړي فرهاد دریا هم د ولسمشر له لومړي مرستیال غوښتي چې د پارک سینما د ورانولو پر ځای دې هغه ورغوي. دده په خبره طالبانو بودا مجسمه ورانه کړه او امرالله صالح د یوې پخوانۍ سینما د ورانولو امر ورکوي چې دواړه د فرهنګ ختمول او د تاریخي اثارو بربادول دي. هغه ویلي کابل یو ښار نه بلکې یو فرهنګ دی چې باید د جوړولو لپاره یې اغېزناک ګامونه اوچت شي. کابل ښاروالي وایي چې پارک سینما ورانه شوې ده، تعمیر یې ویجاړ شوی دی او د ولسمشر د لومړي مرستیال په امر به یې پر ځای فرهنګي مرکز جوړ شي.