سامسُنګ کمپنۍ له ګلکسي اېس۲۰ لړۍ ځیرکو موبایلونو وروسته د دې لړۍ ارزان بیه بڼه، ګلکسي اېس۲۰ اېف اي خرڅلاو ته وړاندې کړه. دغه ګلکسي د پیاوړو ځانګړنو او مناسبې بیې له امله د کاروونکو له تود هرکلي سره مخ شو. اوس سامسُنګ کمپنۍ غواړي چې د ګلکسي نوټ۲۰ لړۍ ارزان بیه بڼه هم وړاندې کړي. سام موبایل په دې اړه خپل راپور کې لیکلي چې سامسُنګ کمپنۍ خپله برازیلي وېبپاڼه کې د ګلکسي اېس۲۰ اېف اي تر څنګ د ګلکسي نوټ۲۰ اېف اي نوم هم لیکلی، چې له دې څخه ښکاري چې ډېر ژر به د ګلکسي نوټ۲۰ لړۍ اېف اي بڼه هم خرڅلاو ته وړاندې شي. د سامسُنګ کمپنۍ برازیلي وېبپاڼه کې د دغه ځیرک موبایل د نوم تر څنګ د مخپاڼې اندازه هم لیکل شوې ده. د دغو معلوماتو پر بنسټ، ګلکسي نوټ۲۰ اېف اي به ۶٫۵ انچه مخپاڼه ولري. تر دې دمه خپله سامسُنګ کمپنۍ په دې اړه څه نه دي ویلي او د دغه ځیرک موبایل د ځانګړنو په اړه نور معلومات هم نه دي خپاره شوي.