یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د سوريې په جګړه کې د سپينې خولۍ والا خلک څوک دي؟

لیکنه: عبدالله لغمانی

نوومبر 10, 2020
in لیکنې
0 0

د سوريې جګړه چې له ۲۰۱۱ کال څخه راپيل شوې ده، له امله يې په سلګونو زره خلک له خپلو مېنو جلا په عربي او اروپايي هېوادونو کې مهاجر شول او تر اوسه پورې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان په دې جګړو کې وژل شوي دي  او په سلګونو زره نور پکې ټپيان شوي دي. اوسمهال یې دولت د هېواد د بېلابېلو سيمو د کنټرول راوستلو په درشل کې دی او څه باندې ۷۰ سلنه خاوره یې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې ده او د پخوانيو جنګي کلونو په پرتله پکې د هغو ورځو په پرتله په ځينو سيمو کې يوڅه کراري جوړه شوې ده.

د سوریې جګړه د دې څو کلونو په جریان کې څو اړخيزه وه او بېلابېلو ياغي او باغي ډلو د سوريې د حکومت پر وړاندې په وسله واله مبارزه لاس پورې کړی و. په دې ډلو کې پر جهادي وسله والو، د داعش جګړه مارانو او حکومتي ناراضيانو سربېره؛ ترکیه، امریکا، اسرايل، اروپايي ټولنه، عربي هېوادونه، ايران، روسيه او ځینې نور بهرني هېوادونه هم هلته ښکېل دي.

په دې جګړه کې بېلابېلې ډلې راوټوکېدې او ځينې ډلې یې د سوريې د حکومت او د هغوی د ملاتړو له لوري له منځه ولاړې او يا يې مشران ووژل شول.

په دې لړ کې يوه مشهوره ډله د (سپين خوليو) يا د سپينو خوليو White Helmets والا ډله وه چې په زرګونو کسان یې درلودل. د دې ډلې بنسټ د برېټانوي James Le Mesurier لخوا چې د برېټانوي استخباراتو (ايم ای ۶) مامور و، په ۲۰۱۳ کال کې کېښودل شو. دا ډله چې ځان بې پرې او ناپېيلې ګڼي، وايي چې داوطلب کسان پکې په جنګي سيمو کې د غيرنظاميانو د دفاع لپاره راټول شوي دي او د هغو د مرستې لپاره هلې ځلې کوي؛ خو د سوريې دولت یې د دوی پر وړاندې په تبليغاتو او د برېټانيا او نورو اروپايي هېوادونو لخوا په تمويل تورنوي. دوی وايي چې دا سازمان او مشر یې د برېټانیا استخباراتو او نورو ته کار کوي او  همدارنګه زياتوي چې د خلکو د ژغورنې په نامه به یې هغو ورانو محلونو ته ځانونه رسول او بيا به یې زخمي خلک په بې رحمانه ډول وژل او له خاورو لاندې کول به یې. بيا به یې له دغو خاورو لاندې کسانو او ورانيو څخه ويډيوګانې کولې او لوېديځو مطبوعاتو ته به یې لېږلې، چې دلته د سوریې د دولت لخوا په ډېره بې رحمۍ سره خلک وژل کېږي او د بې ګناه خلکو قتلونه کېږي.

 د دوی مخالفين وايي چې دوی به وحشتناکه صحنې جوړولې او د دې لپاره چې د نړۍ د خلکو اذهان د سوریې د حکومت پر وړاندې بدل او منفي کړي، بيا به یې لوېديځو رسنيو ته لېږلې. د بېلګې په ډول، د سوريې د حلب ښار ازادي چې د سپين خوليو والا ډلې بيا په دې ښار کې بې ګناه خلک وژلي او بيا یې د ويډيوګانو له لارې مستند کړي او نړيوالې ميډيا ته يې لېږلي وو، چې د سوريې د دولت لخوا د حلب په ازادۍ کې په عامو خلکو قتل عام شوی او بې ګناه خلک وژل شوي دي.

دغه مخالفين یې وايي چې د نړۍ په ټولو جنګي سيمو او د جنګ په ميدانونو کې سره مياشت او سور صليب کار کوي؛ خو دلته د نړۍ د ټولو هېوادونو برخلاف داسې يوه ډله کار کوي چې د پرديو لخوا تمويلېږي او لوری او جهت یې هم معلوم دی. د دوی ځينې ويډيوګانې او له عيني خلکو سره له مرکو معلومه شوه چې د سپينو خوليو والا کسانو به د وسله والو مخالفانو له اوږو څخه وسلې ايسته کولې او بيا به یې په مړينې راټولول، چې وښيي د سوريې دولتي ځواکونو پر عامو خلکو بمبارونه کړي او د بې ګناه کسانو خونې یې ورانې کړې دي.

دوی په دې ډول هڅه کوله چې تور، سپين او سپين، تور خلکو ته وښيي او هڅه یې دا وه چې د سوريې د دولت د نسکورولو لپاره د نړۍ د خلکو ملاتړ او د دولتونو ملاتړ راجلب کړي او وکړای شي چې په دې برخه کې ځان برياليتوب ته ورسوي.

د دې ډلې مشر برېټانوی James Le Mesurier د تېر ۲۰۱۹ کال په نومبر کې په ترکيه کې په مرموز ډول مړ شو، خو مطبوعاتو داسې انعکاس ورکړ چې نوموړي د خپل کور له کړکۍ ځان راغورځولی او ځان یې وژلی دی.

د دې ډلې منتقدين وايي چې دوی په ځلونو ځلونو جنګي صحنې داسې ترسيم کړې دي، چې ګواکې د سوریې د دولت متحدينو په بې ګناه خلکو قتل عام کړی او کيمیاوي وسلې یې پرې استعمال کړې دي.

د دې کړۍ وروستۍ سناريو په ۱۳۹۷ لمريز کال کې دوی جوړه کړه چې د سوريې پر دوما ښار باندې د سوري ځواکونو حملې داسې وښيي، چې ګويا کيمياوي وسلې یې استعمال کړې دي او د دې صحنو په انځورولو سره یې القاعدې او نورو ډلو ته له دې سيمې څخه د وتلو لاره برابروله.

Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ټرمپ خپل پوځ ته پر ایران د بریدونو درولو امر کړی

جولای 26, 2026

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In