د چين د ولسي جمهوريت په اساسي قانون کې په څرګنده توګه راغلي چې هر تبعه د مذهبي عقايدو ازادي لري، هيڅ يو دولتي ارګان، ډله او شخص پر اتباعو د مذهبي عقيدو منلو او يا نه منلو په اړه زور او فشار نشي اچولی .که څوک مذهبي عقيده لري او کنه، هېڅوک ورسره د تبعيض کولو حق نه لري. حکومت د مذهبي فعاليتونو ساتنه کوي، خو هيڅ کس له مذهب په استفادې سره ټولنيز نظام، د خلکو روغتيا او امنيت نشي زيانمن کولی او د ښوونې په ميکانيزم کې خنډونه نه شی جوړولی.
د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې حکومت په جدي ډول د هېواد بېلا بېل قوانين او مقررات عملي کوي او په وار سره په دغه سيمه کې د مذهبي چارو مقررات او د مذهبي فعاليتونو او ځايونو او کارکوونکو د ادارې په اړه مقررات جوړ کړي چې د مذهبي ډلو، ځايونو او کارکوونکو حقوق او دندې په کې تشخيص شوي. په ټول شينجيانګ کې د مسلمانانو د خوراکونو، جشنونو او اخترونو، د واده او تدفين مراسمو په برخو کې دودونه او عادتونه ټول تر درناوي لاندې دي، د اسلامي خوراکونو د توليدېدو، چمتو کېدو، زيرمه کېدو او پلورل کېدو کارونه ټول د شينجيانګ د اسلامي خوراکونو د ادارې د مقرراتو له مخې تر سره کېږي. د شينجيانګ په هر واټ کې اسلامي رستورنټونه تر سترګو کېږي، د بېلا بېلو دولتي ارګانونو او څانګو، تصديو او ښوونځيو په شمول ځايونو کې ټول اسلامي خوړنځايونه شتون لري. حکومت په ځانګړي توګه د لږ کيو قومونو هغو اوسيدونکو ته چې د مړيو د خښولو عادت لري، د مقبرو ځايونه برابروي، دغه راز د بېلا بېلو مذهبي دودونو درناوی کوي. مسلمانان په خپله خوښه د روژې نيولو، لمونځ کولو، د قران کريم د تلاوت او دعا کولو په شمول قانوني او مذهبي فعاليتونه تر سره کولی شي چې هيڅوک په کې لاسوهنه نه کوي. د روان کال د روژې په مياشت کې د کوويد-۱۹ وبا له امله حکومت په جوماتونو کې مسلمانانو ته د ماسکونو، د بدني تودوخي کتنې، درملو، د ويروس له منځه وړلو خدمتونه برابر کړي او ورته يې چای، وچه ډوډۍ او ميوې ورکړې دي.
عادي مذهبي فعاليتونه په منظم ډول تر سره کېږي
جوماتونه د مسلمانانو د مذهبي فعالیتونو تر سره کولو مهم ځايونه دي. په شينجيانګ کې ډېر زيات جوماتونه د تيرې پيړۍ د اتمې او نهمې لسيزې په وخت کې جوړ شوی چې مخکې اصلي بڼې تر اوسه پورې خرابې شوې چې د مذهبي فعاليتونو لپاره اسانتياوې نه درلودې. نو په دې وروستيو کلونو کې په شينجيانګ کې د ښاري کېدو او نويو کليو د ابادۍ او پرمختګ سره سره ځينو ځايي حکومتونو د ځايي مسلمانانو اوسيډونکو د غوښتنو له مخې دغه جوماتونه بيا ترميم او يا پراخ کړي دي چې په کې د اوبو، بريښنا په شمول اساسي تاسيسات ښه شوي او طبي او روغتيايي خدمتونه هم بشپړ شوي دي. مسلمانان په جوماتونو کې د لمونځ کولو لپاره ښه چاپيريال لري او دوی هم ډېر خوشحاله دي.
د هغو مسلمانانو د مذهبي علومو زده کړې هيلې پوره کولو په هدف د شينجيانګ د اسلامي دين د ښوونيزو چارو د لارښوونې کميټې د هان، اويغور، قزاق او قرغيز په څلورو ژبو د کران کريم په شمول مذهبي کتابونه ژباړلي چې ټول په وړيا توګه مذهبي کارکوونکو ته ورکړل شوي دي.
د چين د دولتي شورا د مذهبي چارو د مقرراتو له مخې، د شينجيانګ د بېلا بېلو کچو حکومتونو په فعاله توکه له مذهبي ډلو او ښوونځيو سره مرستې کړې او کوي يې چې په کې د کارونو او د زده کولو شرايط ډېر ښه شوي دي. د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر مياشت کې د شينجيانګ اسلامي دارالعلوم نوې ښوونيزه سيمه او د شينجيانګ په ئيلي، سانجي، اورموچي، تورپان، اقسو، قزلسو، کاشغر او ختن په اتو ځايونو کې فرعي څانګې جوړې شوې چې د اسلامي دارالعلوم په مرکزيت د اتو فرعي څانګو پر بنسټ د مذهبي کارکوونکو د روزنې او ښوونې سيستم تصديق شوی دی. د چين اسلامي دارالعلوم، د شينجيانګ اسلامي دارالعلوم او دغو اتو فرعي څانګو په عمده توګه د ماستري درجې، ليسانس درجې او د لوړو او منځنيو مسلکي ښوونځيو څه دپاسه څلور زره زده کوونکي روزلي دی چې اسلامي دين په شينجيانګ کې په منظم ډول پرمختګ کيدای شي.
د لمنځ کولو، روژې نيولو، د قران کريم لوستلو او د مذهبي اخترونو نمانځنې په شمول عادی مذهبي فعاليتونه په جوماتونو کې او يا د مسلمانواوسيدونکو د عادت له مخې په خپلو کورنيو کې هم تر سره کيږي چې دوی ټول په خپله خوښه انتخابولی شي. له ۱۹۹۶ کال څخه راپدې خوا زيات شمېر مسلمانانو د حکومت لخوا د ترتيب شويو ځانګړو الوتکو له لارې د سعودي عربستان مکي ته ولاړل چې حکومت د دغو مسلمانانو لپاره د درملنې او ژباړنې خدمتونه لري چې په مکي کې د زيارت فعاليتونه په منظم ډول تر سره کيدای شي. تر اوسه پورې څه دپاسه پنځوس زره مسلمانانود سعودي عربستان په مکي کې د زيارت فعاليتونه تر سره کړي دي.
د شينجيانګ د بېلا بېلو کچو حکومتونو مذهبي کارکوونکو ته ډېرې پاملرنې کوي چې ټول مذهبي کارکوونکي د طبي بيمې، د ډېر عمر لرونکو کسانو د روزنې بيمو، د سختو ناروغيو د درملنې بيمو او په ناڅاپه توګه د ټپي کېدو بيمو په شمول ټولنيز ضمانت په سيستم کې ګټې اخيستلی شي او هر کال يو ځل وړيا بدني ازموينه ترسره کولی شي. د مسلمانانو د لوی او کوچني اخترونو په موده کې د شينجيانګ د بېلا بېلو کچو د کمونېست ګوند کميټې مشرانو له مذهبي کارکوونکو څخه د حال احوال پوښتنې وکړې او په مذهبي ټولنه کې شخصيتونه په سياسي چارو کې د ګډون حقوق لري. په شينجيانګ کې څه دپاسه يو زره څلور سره مذهبي کارکوونکي د بېلا بېلو کچو په ملي ولسي کانګرس او ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کې دندې لري.
په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ اسلامي ټولنې په خپلواکې توګه د مذهبي چارو تر سره کولو په همدې وخت کې يو د بل د درناوي او د مساواتو پر بنسټ په فعاله توګه د بېلا بېلو هېوادونو له مذهبي مرکزونو سره تګ راتګ کړي او ورسره دوستانه اړيکې يې ټينګې کړې دي. دغې ټولنې په ۲۰۱۶ کال کې د روسيې، قزاقستان او ازبکستان په شمول د څو هېوادونو مشهورو مذهبي شخصيتونو ته بلنه ورکړی چې په اوروموچي ښار کې د اسلامي دين د منځنې لارې نظريو په هکله نړيوال سمينار تر سره کړ، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په ۲۰۱۹ کال کې له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه چې د اندونيزيا، مالزيا او افغانستان په شمول د څو هېوادونو اسلامي ډلو په بلنې سره له شينجيانګ سره کتنه وکړه. د ۲۰۱۹ کال په مارچ مياشت کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په شورا کې د يو پريکړه ليک په تصويبېدو سره د مسلمانانو اوسيدونکو د پاملرنې کولو په کارونو کې د چين د هلو ځلو ستاينه شوې.