اپل کمپنۍ د خپل عامل سیستم نوی اپډېټ، iOS 14.2 وړاندې کړ چې دا په سپټمبر کې له وړاندې شوي iOS 14 وروسته تر ټولو ستر اپډېټ دی. اپل کمپنۍ د دغه اپډېټ له لارې د نورو ځانګړنو تر څنګ د آیپډ او آیفون کاروونکو لپاره ۱۰۰ نوي اېموجیز هم وړاندې کړي. د ایفون۶ اېس او له هغې وروسته وړاندې شویو ټولو آیفونونو کاروونکي، ایپاډ ټچ اوم جنرېشن، ایپډ اېیر۲ او له هغې وروسته وړاندې شوي آیپډونه او آیپډ میني او له هغې وروسته وړاندې شوي آیپډ میني کاروونکي کولی شي له ځنډ پرته خپل اوزار اپډېټ کړي. اپل کمپنۍ د دغه اپډېټ له لارې د ډېرو نویو ځانګړنو اضافه کولو تر څنګ مهمې امنیتي نیمګړتیاوې هم له منځه وړي او له همدې امله یې ټولو کاروونکو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو معلوماتو خونديتوب لپاره له ځنډ پرته خپل آیفون او آیپډ اپډېټ کړي.
د iOS یا iPadOS 14.2 ښکته کولو طریقه
خپل آیفون یا آیپډ کې Settings، بیا General او بیا Software Update کلېک کړئ. دلته به تاسې نوی اپډېټ او د انسټال کولو آپشن ووینئ.