د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، له شپږو میاشتو وروسته، کله چې د امریکا معافیتونه ختم شي نو ترکیه به له ایرانه د تېلو او ټرانسپورټي صنایعو بندیزونو ته پام ونه کړي. اردوغان چې په انقره کې یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، امریکا دا کارونه د نړۍ د توازن د له منځه وړلو لپاره کوي. نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې امریکا له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې پر ایران خپل تر ټولو قوي بندیزونه بیا پیل کړي دي. ترکیه د ایران د تېلو ستر واریدوونکی هېواد او امریکا وخت ورکړی څو له دغه هېواده د تېلو واریدات صفر ته را ټیټ کړي.