اپل کمپنۍ د یوې پر لیکه غونډې له لارې خپل درې نوي توکي: مکبک اېیر، مکبک پرو او مک میني معرفي کړل. د دغو لپټاپونو او کوچني کمپیوټر له معرفي کولو وروسته اپل کمپنۍ د مکبک لپټاپونو لپاره د خپل عامل سیستم نوې او پرمختللې بڼه هم معرفي کړه. د مکبک لپټاپونو لپاره د اپل کمپنۍ د عامل سیستم دغه نوې بڼه مکاو اېس بېګ سر (macOS Big Sur) نومول شوې او کاروونکو ته وړاندې شوې ده. د مک او اېس دغه نوې بڼه چې ډېرې نوې ځانګړنې لري، د لومړي ځل لپاره په جون میاشت کې معرفي شوې وه. دې نوې بڼه کې د ډیزاین په برخه کې هم د پام وړ بدلونونه راوستل شوي دي. دا له اوږدې مودې راهیسې مک او اېس کې تر ټولو ستر بدلون دی. د مک او اېس د دې نوې بڼې انسټالول ډېر اسان دي. اپل مېنیو ته ولاړ شئ، بیا System Preference کلېک کړئ او له هغې وروسته Software Update باندې کلېک وکړئ.