تاسې به اورېدلي وي چې گازرې او نارنج رنګ ته ورته خواړه د سترگو لید زیاتوي او باصرې حس له ناروغیو او کمزوریو ژغوري. دا رښتیا ده، ځکه چې دغو خوړو کې بیټا کیروټین (Beta-Carotene) مواد چې ویټامین اې (vitamin A) غوندې دي، شته چې دغو خوړو ته ژیړ رنگ ورکوي او سترګو او دید ته یې ډېر گټور دي. ډېر نور خواړه هم شته چې لید مو زیاتوي او د باصرې حس له مختلفو ناروغیو ژغوري. ځینې نور خواړه هم د سترګو لپاره ګټور دي، د بېلګې په توګه، شنې پاڼې لرونکي خواړه د لیوتين (Lutein) او ژیزانتین (Zeaxanthin) غوره سرچينه ده. یاد مواد د سترگې شاتنۍ برخه کې د داغ پیدا کېدو کوم چې د ړندېدو اصلي لامل دی، مخنیوي کولو سربېره د سترگو د اوبو ساتنه هم کوي. هګۍ هم ګټورې دي. د هگۍ ژېړ هم پر لیوتین او ژیزانتین لرلو سربېره، ډېره زیاته اندازه زینک (Zinc) لري چې د سترگو شاتنۍ برخه کې د داغ پیدا کېدو مخه نیسي او انسان له ړندېدو ژغوري. ستروس میوې په زیاته کچه ویټامین سي (Vitamin C) لري، چې انسان له ړندېدو ژغوري او په سترگو کې له موجودو اوبو څخه ساتنه کوي.