مکرون وایي، اروپایي ټولنه باید داسې یو پیاوړی پوځ ولري چې حتی د امریکا او روسیې پر وړاندې هم د ځان د دفاع وړتیا ولري. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، یو رښتیني اروپایي پوځ ته اړتیا لري، څو پر امریکا خپله تکیه کمه کړي. مکرون تر ولسمشر کېدو وروسته هڅې پیل کړې څو د اروپایي ټولنې لپاره یو شریک پوځ رامنځته کړي. هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی باید داسې پوځ جوړ کړي چې د چین روسیې او ان د امریکا پر وړاندې د ځان دفاع وکړای شي. هغه زیاته کړه، تر هغې اروپایان خوندي نه دي څو پورې چې دوی د یو رښتیني اروپایي پوځ د جوړېدو پرېکړه ونه کړي. تمه ده د نهو اروپایي هېوادونو د دفاع وزیران په پاریس کې خپله لومړنۍ غونډه وکړي او پر هغو جزییاتو بحث وکړي چې دا ځواک به څه ډول کار کوي.