پوره خوب ستاسې معافيتي سيسټم پياوړی کوي، د کم خوب له امله ستاسې بدن په کمه اندازه Cytokines جوړوي، سایتوکین هغه هورمونونه دي چې انتانات ټارګېټ کوي. غذايي رژیم: غذايي رژیم یو بل مهم فکټور دی چې ستاسې د معافيتي سیسټم په پیاوړتیا کې رول لري، د مېوې او سابو ډېر خوراک مو غذايي رژیم ته ور زیات کړئ. اوبه: بدن مو د اوبو له نظره پوره وساتئ، مایعات، ډېرې اوبه او د میوو خالص جوس وڅښئ څو د معافيتي سیسټم د تقویې باعث وګرځي. ويټامينونه: ویټامینA، ويټامينB6، ويټامينD او ويټامين Eهم د معافيتي سیسټم په پیاوړتیا کې رغنده رول لري او تر ټولو عالي تقويه کوونکي بیا ویټامینC دي، چې د نارنج کورنۍ په میوو کې موندل کېږي. ورزش: هره ورځ تمرین او ورزش کول مو هم دفاعي سیسټم تقويه کوي، ځکه هره ورځ ورزش د T حجرات متحرکه ساتي کوم چې د سپینو کوروياتو یو ډول دی او له بدن څخه د انتاناتو په مقابل کې دفاع کوي.