اوپو کمپنۍ د ډیزاین په برخه کې د نوو تجربو کولو له امله ځانګړی شهرت لري، چې اکثره دغه تجربې یې بریالۍ او وروسته بیا د نورو کمپنیو له لوري کاپي کېږي. اوس دې کمپنۍ یو ځل بیا ځانګړی، مختلف او پرمختللی ډیزاین لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړی. دغه ځیرک موبایل اوپو اېکس۲۰۲۱ نومول شوی او غځېدونکې مخپاڼه لري. د یادونې ده چې اوپو اېکس۲۰۲۱ یو ازمېښتي ځیرک موبایل دی او کېدای شي هېڅ خرڅلاو ته وړاندې نشي، خو دغه ټکنالوژي به د اوپو او ځینو نورو کمپنیو راتلونکو ځیرکو موبایلونو کې وکارول شي. دغه ځیرک موبایل ۶٫۴ انچه مخپاڼه لري، خو د اړتیا پر مهال د ځانګړي میکانیزم لرلو له امله پر ۷٫۴ انچه مخپاڼه لرونکي ټبلېټ بدلېږي. مخپاڼه کې دننه دوه رولېنګ موټورونو په مرسته اوپو کمپنۍ زیرو کریز مخپاڼې جوړولو باندې بریالی شوې، دا هغه ستونزه ده چې اکثره قاتېدونکې مخپاڼه لرونکې د ځیرک موبایلونو جوړوونکې کمپنۍ ورسره مخ دي. اوپو اېکس۲۰۲۱ کې یو ډاینامیک فرېم ورکړل شوی، کوم چې د ځانګړي جوړښت لرلو له امله مخپاڼې ته پورته لوري ته حرکت ورکوي.