یوې نوې څېړنې ثابته کړې چې کرونا وایروس په حقیقت کې له پخوانیو اټکلونو څخه په چټکۍ او لوړه کچه له ناروغ کس څخه نورو ته خپرېږي. د هغو ناروغانو چې د خپلې کورنۍ له غړي څخه پر دغه وایروس اخته شوي، ٪۷۵ يې د لومړي کس پر کرونا وایروس له اخته کېدو ۵ ورځې وروسته پر دغه ناروغۍ اخته شوي دي. څېړونکي وايي چې کرونا وایروس په ډېرې چټکۍ سره د خپلوانو تر منځ خپرېږي، چې له همدې امله د خپلې کورنۍ نورو غړو د خوندیتوب لپاره هم باید ډېر احتیاط وشي. د څېړونکو په وینا، که په یوه کورنۍ کې څوک پر کرونا وایروس اخته شي، نو لږ تر لږه د خپلې کورنۍ ٪۵۰ نور غړي پر دغه وایروس اخته کوي او د وایروس د خپرېدو دغه عمل په ډېرې چټکۍ سره تر سره کېږي. د دې څېړنې څېړونکي وايي چې خلک اکثره له کور څخه بهر ماسک اغوندي او ټولنیز واټن ساتي، خو کور کې د ننه هېڅ ډول احتیاط نه کوي چې له همدې امله که چېرې د کورنۍ کوم غړی پر دغه وایروس اخته شي، یوازې څو ورځو کې د کورنۍ نور غړي هم پر دغه وایروس اخته کولی شي.