سامسُنګ کمپنۍ د ګلکسي اې لړۍ دوه عادي ځانګړنې او ارزان بیه لرونکي ځیرک موبایلونه معرفي کوي. دغه دواړه ځیرک موبایلونه به د ۲۰۲۱ کال په پیل کې خرڅلاو ته وړاندې شي. د سامسُنګ کمپنۍ دغه ځیرک موبایلونه ګلکسي اې۱۲ او ګلکسي اې۰۲ اېس نومول شوي دي. دغه ځیرک موبایلونه د ګلکسي اې۱۱ غوره او نوې بڼه ده او د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې به خرڅلاو ته وړاندې شي. دغه ځیرک موبایل کې ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې چې له ۱۵ واټ چټک چارج څخه د ملاتړ وړتیا هم لري. دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال ګلکسي اې۱۱ کې ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې وه. د ګلکسي اې۱۲ کامرې هم د تېر کال په پرتله غوره او پیاوړې دي. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي کامره، ۵ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۲ مېګاپکسله مکرو او ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر په کې شامل دي. د سیلفي لپاره یوه ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره هم لري.