اوپو کمپنۍ تاییده کړې چې نږدې راتلونکې کې به د رینو لړۍ دوه نوي ځیرک موبایلونه خرڅلاو ته وړاندې کړي. دغه ځیرک موبایلونه اوپو رینو۵ او اوپو رینو۵ پرو نومول شوي دي او د ډسمبر په ۱۰مه به په رسمي توګه کاروونکو ته معرفي او خرڅلاو ته د وړاندې کېدو نېټه به يې په ډاګه شي. له دې سربېره، اوپو کمپنۍ همدا راز تاییده کړې چې دغه ځیرک موبایلونه به شاتنۍ برخه کې څلور کامرې ولري او اصلي کامره به يې ۶۴ مېګاپکسله وي. د دغو ځیرکو موبایلونو بله غوره ځانګړنه دا ده چې مخپاڼه يې له ۹۰ هرتز ریفرش رېټ څخه هم ملاتړ کوي.
د اوپو رینو۵ ځانګړنې
دغه ځیرک موبایل به ۶٫۴۳ انچه فول اېچ ډي+ امولېډ ډوله مخپاڼه او ۱۰۸۰، ۲۴۰۰ پکسل ریزلوشن ولري. اوپو رینو۵ کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۷۶۵جي ډوله پروسېسر او اډرینو۶۲۰ جي پي یو ورکړل شوی دی. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي کامره، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۲ مېګاپکسله مکرو او ۲ مېګاپکسله مونو لېنز په کې شامل دي.