که غواړی چې د عمر له زیاتېدو سره مو رواني روغتیا له لاسه ورنه کړی، نو هره ورځ ۳ ګیلاسه چای وڅښئ. هره ورځ ۳ ګیلاسه چای څښل د ذهني ناارامۍ مخه نیسي او ياداښت ورسره پیاوړی کېږي. همدا ډول چای د ذهن د الزایمر له ناروغیو مخنیوی هم کوي او د دغو ناروغیو ګواښ کموي. نويو څېړنو ثابته کړې چې په ټولو هغو بوټو کې چې په چای کې ترې ګټه اخیستل کیږي، داسې انټي اکسایډنټس فلیونولزونه موجود دي چې له امله یې ذهني ناارامي ختمېږي او ذهني یاداښت ورسره پیاوړی کیږي. رش پوهنتون په یوې نوې څېړنه کې دا ثابته کړه، چې په ټولو هغو بوټو او شنو نباتاتو کې چې په چای کې ترې استفاده کېږي، داسې انټي اکسایډنټس فلیونولزونه موجود دي، چې له امله یې ذهني ناارامي ختمېږي او ذهني یاداښت ورسره پیاوړی کېږي. همدا ډول په دغو نباتاتو کې چې په چایو کې استعمالېږي، داسې منرالونه او نور روغتیايي مواد شته چې د ذهن د الزایمر ناروغیو مخه نیسي.