د ژمي په موسم کې ځینې ناروغۍ د معدني موادو له کمښت څخه رامنځ ته کيږي. د لاندې ويټامينونو له لارې د بدن اوبه پوره کولی او د ځینو ناروغيو مخه پرې نیولی شو.
ويټامين سي
د ژمي له راتګ سره د سکاروي یا سينه بغل او زُکام په شان ناروغۍ یوځای راځي، دا په داسې حال کې ده چې د ويټامين سي په خوړلو د بدن دفاعي سيستم قوي کيږي او يا دغه ناروغۍ اوږدوالي ته نه پريږدي. ويټامين سي يو ډول انتي اکسيد دی چې په بدن کې د التهاب د کمېدو لامل کيږي.
ويټامين ډي
که څه هم د ويټامين ډي استعمالولو ته د ټول کال په اوږدو کې اړتيا ده، مګر د ژمي په موسم کې دې ډول ويټامين ته ستاسو اړتيا نوره هم زياتيږي.
ويټامين اې
د دې ويټامين استعمال د پوستکي د روغتيا او سلامتيا لپاره ډېر اړين دی او د ژمي په موسم کې د پوستکي له وچوالي مخنيوی کوي.
ويټامين بي کمپلکس
د ويټامين (بي) د ډلې ټول ويټامينونه په ژمي کې په کافي اندازې سره استعمال کړئ.