موټرولا کمپنۍ خپل موټو جي۹ پاور په نوم ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کوي، چې ۶۰۰۰ ملي امپیره پیاوړې بېټرۍ لري. د موټو جي۹ پاور بېټرۍ له ۲۰ واټ چټک چارج ټکنالوژۍ څخه هم ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل ۶٫۷۸ انچه ۷۲۰*۱۶۴۰ ریزلوشن لرونکې اېچ ډي پلس مخپاڼه لري او پکې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن ۶۶۲ ډوله پروسېسر کارول شوی دی. موټو جي۹ پاور ۴ ګېګابایټ رم او ۶۴ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري چې کاروونکي د میموري کارت له لارې دغه وړتیا ۵۱۲ ګېګابایټ ته لوړولی شي. شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي کامره، دوه مېګاپکسله ډېپت سېنسر او دوه مېګاپکسله مکرو کامرې په کې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې یوه ۱۶ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره لري. د دغه ځیرک موبایل بیه ۱۱۹۹۹ هندي کلدارې ټاکل شوې ده او د ډسمبر په ۱۵مه به خرڅلاو ته وړاندې شي.