الشباب ترهګرې ډلې د سوماليا په موګاديشو کې پر يوه هوټل د خونړيو ترهګريزو بريدونو پړه منلې ده.
دغه بريدونه وړمه ورځ وشول چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ترې د ۲۲ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.
بريدونه د دريو موټر بمونو په واسطه وشول. لومړی دوو موټر بمونو ته د هوټل په مخ کې چاودنه ورکړل شوه او ورپسې بيا د هوټل په غځېدلې لاره بله موټر بم چاودنه وشوه.
د سوماليا د جنايي څېړنو ادارې او د هوټل ساتونکو تازه رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې په بريدونو کې ۳۹ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې چې ځينې کسان لا هم ورک دي او د مرګ ژوبلې شمېرې د ډېرېدو په حال کې دي.
رويټرز د عيني شاهدانو له قوله ويلي چې په ۲۳ موندل شويو جسدونو کې ۹ جسدونه د الشباب د جنګياليو وو. دوی ويلي چې د پېښې له ځايه يې ۴۰ ټپيان هم روغتونونو ته رسولي، خو لا معلومه نه ده چې په ټپيانو کې هم د الشباب جنګيالي شته او که نه.
رويټرز وايي، هغه هوټل ته ورڅېرمه چې الشباب ډلې پرې بریدونه کړي، د سوماليا د جنايي تحقيقاتو د ادارې مرکزي دفتر هم موقعيت لري.
ويل کېږي چې درېيمه چاودنه له لومړيو دوو هغو د شلو دقيقو په ځنډ سره هغه مهال شوې چې خلک په سيمه کې د را ټولېدو په حال کې وو.
الشباب ډله چې په ۲۰۱۲ ز کال کې يې له القاعده سره تر يو ځای کېدو وروسته خپل حضور اعلان کړ، په سوماليا کې ورانکاري فعاليتونه کوي.
تېره مياشت هم د دې ډلې اړوندو جنګياليو د سوماليا په سوېل لوېديځ کې اووه تنه ووژل او تر لسو ډېر يې ټپيان کړل.