ایا له یوه اړخیز ژونده ستړي شوي یاست او فکر کوی چې څنګه کولای شو په خپل ژوند کې مثبت بدلون راولو؟ په هر صورت، ستاسو ژوند د یوې دایرې په څېر دی، هره ورځ څرخي او د ژوند ورځې دې یو پر بل پسې تېرېږي، کله مو چې احساس کړه چې ژوند درته یو اړخیز شوی او غواړی بدلون پکې راولی، نو پرېکړه وکړئ. که پرېکړه نه شی کولای، یوازې خبرې او شکایتونه کوی، داسې ده لکه فلم چې دوه یا څو ځلې يې ګوری. زړه مو غواړي چې بې له ځنډه خپل ژوند بدل کړی، خو نه پوهېږی چې څه وکړی، همدې (څه وکړی؟) درته ژوند سخت کړی دی. پر دې باید پوه شئ چې هېڅ شی هم بدلون نه کوي، ترڅو چې خپله ونه غواړی. حالات، د ځان او نورو ملامتول نه شي کولای چې ستاسو په ژوند کې بدلون راولي. که په زړه کې د ډېرو شیانو د درلودو غوښتونکي یاست او د زړه له تله ونه غواړی او خپل بخت پلمه کړی چې دا هر څه ممکن نه دي، هېڅکله هم خپلو ټاکلو موخو ته نه شی رسېدای.